د بي آئي اېس پي چيئرپرسن روبينه خالد د سکھر او خېرپور دوره

سکھر 10 جون (اے پي پي) د بېنظير انکم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) چيئرپرسن روبينه خالد په سکھر او خېرپور كښې د بي آئي اېس پي کېمپ سائټس دوره كړې او په دې موقع ئې د مېرمنو مسئلې اورېدلو سره په موقع احكامات جاري كړي۔ د ګل په ورځ د بي آئي اېس پي چيئرپرسن روبينه خالد د سکھر او خېرپور دوره وكړه ۔ په كېمپ سائټس كښې روبينه خالد ځائي مېرمنو سره ملاقات هم وكړو او د دوي مسئلې په اورېدو ئې په موقع احكامات جاري كړل ۔ په دې موقع اړوند چارواكي او ځائي مشران هم موجود وو۔