د چمن اولس هيواد سره مينه لرونكے دے٬ كله يۍ هم د رياست په ضد كوم ګام نه دے اغستے٬ د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر

کوئټه۔ 10 جون (اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر کېپټن (ر) عبدالخالق خان اچکزئی وئيلي دي د چمن اولس هېواد سره مينه لرونكے دے٬ له پېړيو څخه دلته پاتې كېدونكې اچكزئي ٬ نورزئي او د نورو قامونو خلق تل پرامن پاتې شوي ٬ عزتمند او باكرداره دي كومو چې كله هم د رياست په ضد كوم ګام نه دے پورته كړے او نه ئۍ رياست مخالف عناصر ته پناه وركړې۔ په خپل بيان كښې سپيكر ووئيل د بې روزګارۍ مسئله به حل كول وي ٬ د ټولو مسئلو حل د خبرو اترو د لارې راويستلے كېدے شي۔ د چمن خلق د تشدد ملاتړ نه كوي۔ ده ووئيل مونږ دا خبره په ډاګه كول غواړؤ چې كوم عناصر د چمن د حالاتو خرابولو هڅې كوي هغوي به خپلو ناوړه مقاصدو كښې كامياب نه شي۔ سپيكر عبد الخالق اچکزئي ووئيل چا له به د چمن د بې وزله او غېرتي اولس قسمت سره د لوبو كولو اجازه ورنكړؤ۔ دې عناصرو د اسلام او پښتون سیاست په نامه د پښتنو وقار ته زيان رسولے ۔ د چمن په غيور او عزتمنده ټولنه كښې داسې عناصر هېڅ ځائے نه لري۔ ده ووئېل صوبائي حكومت د چمن له حالاتو او اولس ته پېښو مسئلو څخه غافل نه دے ٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي ډېر زر به د دې تل پاتي حل راويستلو هڅه كوؤ او هيله لرؤ چې دا مسئلې به ډېرې زر حل كړې شي