د بلوچستان وزیر اعلیٰ د خوراك صوبائی وزیر نور محمد دمړ د كزن په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

كوئټه 09 جون (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټی د اتوار په ورځ سنجاوی ته لاړو چرته چې هغه د د خوراك صوبائی وزیر نور محمد دمړ د كزن په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره لاس نيوه وكړه۔په دې موقع صوبائی وزيران بخت محمد كاكړ نور محمد دمړ، د قامی اسمبلۍ غړے عادل خان بازئی ، ډائریكټر پولیټیكل اینډ پبلك ریلیشنز فیصل طارق خان ، ډپټی كمشنر زیارت لیاقت علی ، اسټاف افسر سید امین او نورو هم موجود وو۔ وزیر اعلیٰ په دې مهال دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔