کوئټه۔ 07 جون (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د پاك افغان پوليزې سيمې چمن صورتحال په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر عبدالخالق اچکزئی، داخله وزير میر ضیاء اللہ لانګو( د وېډيو كال د لارې) انجینئر زمرک اچکزئی ، مولانا عبدالواسع ٬ چیف سېکرټري (بلوچستان) شکیل قادر خان (د وېډيو لنك د لارې)ایډیشنل چیف سېکرټري (داخله) زاهد سلیم، پرنسپل سېکرټري ټو چیف منسټر عمران زرکون ، آئی جی پولیس عبدالخالق شېخ، ډپټی کمشنر چمن راجه اطهر عباس( د وېډيو لنك د لارې) او د بلوچستان حكومت وياند شاهد رند ګډون وكړو۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته د داخله څانګې لخوا د پاك افغان پولئيزې سيمې چمن مجموعي صورتحال په اړه بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته خپل خطاب كښې د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي ووئيل په چمن كښې ځايې كاروباري وګړو ته پېښې ستونزې د خبرو اترو د لارې حل كولو له خوښي لرؤ۔ د بارډر ایریا ځايې وګړو ته پېښو مسئلو څخه خبر يؤ بياهم په امنيتي ځواكونو او املاكو بريد كول د قبلولو وړ نه دے٬ ده ووئېل قانون څخه څوك هم بالا نشته نو ځكه قانون لاس كښې د اغستو څخه بايد ډډه وكړې شي۔ وزیراعلیٰ ووئيل سوله ايز احتجاج د هر وګړي آئيني حق دے خو د احتجاج په نامه د تشدد اجازه به ورنه كړې شي۔ د رياست عملداري به په هر صورن په ځاے ساتلې شي۔ ده ووئيل په چمن كښې د مظاهرچيانو لخوا د اشتعال باوجود د حكومت صبر او زغم څرګندونه كوي۔ وزیراعلیٰ ووئيل د لاريونونو په بهانه به د حالات خرابولو سازش كامياب نه شي۔ د ځائي وګړو اندېښنې لرې كولو سره به د ستونزو هوارولو ټولې ممكنه هڅې كولې شي