پېښور ۔ 07 جون (اے پی پی) خيبر پښتونخوا اسمبلي سېكرټريټ كښې “پختونخوا چائلډ میرج ریسټرینټ بل 2024” وړاندې كړے شو۔ د پاكستان مسلم ليګ ن د صوبائي اسمبلۍ غړې صوبيه شاهد بل وړاندې كولو سره ووئيل د دې مقصد چائلډ میرج د ګرفت وړ جرم ګرځول دي۔ د بل له مخې چې څوك هم د دې جرم ارتكاب وكړي هغه ته به د سخت زندان سزا وركولې شي٬ كومه به چې تر درېو كالو زياتېدې شي او دا به لږ تر لږه دوه كاله وي۔ صوبیه شاهد زياته كړه چې د بل له مخې به 18 كالو څخه كم عمر وګړے ماشوم تصور كولې شي او د ماشوم واده كول به د “کوډ آف کرمنل پروسیجر 1898” لاندې د سزا وړ جرم وي۔ دې په دې خبره زور راوړو چې د دې بل مقصد په صوبه كښې د چائلډ مېرج مخنيوے او دا په قانوني توګه د ګرفت وړ جرم ګرځول دي۔ د بل منظورېدو سره به د ماشومانو د حقونو تحفظ او معاشرتي انصاف ته وده ترلاسه شي
ہوم صوبائی و علاقائی خيبر پښتونخوا اسمبلي سېكرټريټ كښې “پښتونخوا چائلډ میرج ریسټرینټ بل 2024” وړاندې...