د خيبر پښتونخوا وزيراعلی په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 8 مه غونډه پيل شوه

پېښور ۔ 07 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سردار علی امین خان ګنډاپور په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 8 مه غونډه پېل شوه۔ د وزيراعلی كور پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې د صوبائي كابينې غړو په شمول چیف سېکرتري ، ایډیشنل چیف سېکرتري او اړوندو انتظامي سېكتران په غونډه كښې ګډون كوي ۔ په غونډه كښې به په 30 نکاتی ایجنډا غور كولې شي۔