پېښور 06 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د پبلك سېكټرز د ټولو پوهنتونونو د تهرډ پارټي آډټ كولو امر وكړو ۔ تېره ورځ په ګورنر هاٶس كښې د ګورنر انسپكشن ډلې د محكمانه بريفنګ اغستو په اړه د غونډې مشرۍ كولو سره ده د جي آئي ټي لخوا په پوهنتونونو كښې د فېکټ فائنډنګ انکوائريز عمل آسانولو پشمول تحقيقاتي عمل سل فيصده د قانون او مېرټ له مخئ د ترسره كولو هم امر وكړو۔ په غونډه كښې د ګورنر انسپكشن ټيم چيئرمېن مياں محمد ګورنر ته د انسپكشن ډلې د محكمانه فرائضو٬ ډهانچې٬ اغراض و مقاصد، د تحقيقاتي رپورټ جوړولو ٬ منظورۍ٬ د محكمې د قانوني حېثيت او رولز رېګولېشن په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔