د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د نيپال سفير وليدل

پېښور 06 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره پاكستان كښ د نيپال سفير تاپس ادھيکاري د زيارت په ورځ په ګورنر هاٶس كښې ليدلي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې چارو پشمول د دواړو هېوادونو ترمېنځه په خاص توګه په خېبرپښتونخوا كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ ګورنر په دې موقع د نيپال بزنس كميونټۍ ته د صوبې د دورې كولو بلنه وركولو سره ووئيل د دواړو اړخونو د بزنس كميونټي قوي روابطو سره به په تجارتي څانګه كښې مرستې ته وده ترلاسه شي٬ ده ووئېل په صوبه كښې د معدنيات٬ توان او سېلګرۍ پشمول په نورو څانګو كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ بلها موقعې موجود دي۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔