کوئټه 06 جون (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل سره د پاکستان مسلم ليګ (ن) مکران ډويژن پلاوي د ډويژنل صدر اشرف ساګر بلوچ په مشرۍ كښې ليدلي۔ پلاوي ګورنر د پنجګور لاء کالج، د پنجګور يونيورسټۍ زده كوٶنكو ته د ټراسپورټ وركولو ٬ د برېښنا لوډشېډنګ او د پوله ايز تجارت پشمول د مکران ډويژن د اولسي مسئلو او ستونزو نه خبر كړو۔ په دې موقع ګورنر د مسئلو حل لپاره د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔