پېښور 06 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د مومند چېمبر اف كامرس پلاوي د صدر خواجه عبدالقدوس په مشرۍ كښې ليدلي۔ په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي ووئيل د ضم شوو ضلعو د اولس د محروميو احساس لرو٬ د مومند پشمول په ټولو ضم شوو ضلعو كښې د بجلۍ، صحت، تعليم او د انفراسټرکچر بهترۍ ته اړتيا ده٬ د انضمام په مهال په شوو لوظونو به عملدرامد لپاره خپل آئيني كردار لوبوم٬ ده ووئېل د بده مرغه ضم شوو ضلعو لپاره جاري شوے فنډ هلته نه دې خرڅ كړے شوے، هڅه ده چې صوبې لپاره زيات فنډ واخلم دغسې چې صوبه د پرمختګ منزلونه سر كړي۔ په دې موقع پلاوي ګورنر په مالاكنډ او ضم شوو ضلعو كښې د ټېكس مسئلو نه خبر كړو۔ د پلاوي په غړو كښې د پيپلزپارټۍ صوبائي صدر سيد محمد علي شاه باچه، پخوانے پارلماني غړے نثار خان، حاجي ملك سلطان، ملك عطاء الله، ملك اسرائيل او د چيمبر نور عهدېدار او كاروباري كسان شامل وو