د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ د درېو هاٶسنګ سكيمونو پرانسته وكړه

پېښور 05 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ سردار علي امين خان ګندا پور اولس ته د استوګنې غوره سهولتونه وركولو لپاره د درېو هاٶسنګ سكيمونو پرانسته كړې٬ چې پكښې هنګو ټاٶن شپ٬ ډانګران هاوسنګ سکيم سوات او مېګا سټي نوښار شامل دي۔ په 8362 کناله زمكه هنګو ټاٶن شپ كښې د بېلا بېل مرلو لس زره 162 د استوګنې او كمرشل پلاټس شامل دي، د 501 کنال زمكې ډانګرام هاٶسنګ سکيم كښې د مختلف مرلو 682 کمرشل او د استوګنې پلاټس شامل دي دغسې د خېبرپښتونكوا هاٶسنګ اتھارټۍ مېګا ستي نوښار 1750 کناله زمكه لري چې پكښې به 3500 كمرشل او د استوګنې پلاټس موجود وي۔ د هاٶنسګ سكيمونو پرانستې په لړ كښې د شورو په ورځ په وزيراعلٰې هاٶس كښې شوې دستوره كښې د وزيراعليٰ د هاٶسنګ خاص مرستيال ډاکټر امجد علي ، د قامي اسمبلۍ غري ډاكټر امجد ، صوبائي غړې ميا شرافت علي او نور سركاري چارواكي هم موجود وٶ