چا ته به د صوبې د امن خرابولو اجازه ورنه كړو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر د اماميه کونسل پلاوي سره خبرې

پېښور 06 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي دا صوبه زمونږ د ټولو ده او د دې صوبې د وګړي په حېث امن او امان برقرار ساتل زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده٬ چا ته به د صوبې د امن خرابولو اجازه ورنه كړو، د پاکستان پيپلز پارټي مرکزي قيادت د هر ډول ترهګرۍ او فرقه واريت په ضد دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د اماميه کونسل 9 كسيز پلاوي سره په ګورنر هاٶس كښې كړې۔ د اتحاد بېن المسلمين او مذهبي همعږۍ لپاره اماميه كونسل په پلاوي كښې سيد اظهر علي شاه، علامه عابد حسن شاکري، علامه سيد جميل حسېن شيرازي، علامه سيد ذکي الحسن الحسېني، علامه سيد عالم شاه الحسېني، شاهد امداد بېګ، ګلزار حسېن بنحش، شبير حسېن اِمام او علامه سيد تقي زيدي شامل وو۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په يو شمېر چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه