وزيرستان كښې شهيد شوے د اېف سي اهلكار دلدار شاہ خاورو ته وسپارلے شو

بټګرام 06 جون (اے پي پي) په وزيرستان كښې د ترهګرۍ په ضد مقابله كښې په مورني هېواد قربان شوے د فرنټيئر كور (اېف سي) اهلكار دلدار شاہ شهيد د جنازې مونځ د زيارت په ورځ ادا كړے شو او د بشپړ سركاري اعزاز سره خاورو ته وسپارلے شو۔ د جنازې په مونځ كښې پوليس اهلكارو او چارواكو سره سره د سيمې مشرانو په لويه شمېره ګډون كولو۔ په دې مهال ډي پي او بټګرام د شهيد او د ھغه د كورنۍ هېواد او قام لپاره قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې