د صوبائي روېت هلال کمېټۍ غونډه (نن) د جمعې په ورځ كېږي

لاهور 06 جون (اے پي پي) د پنجاب د اوقاف او مذهبي چارو محكمې تر سېوري لاندې د كال 1445ھ د ذوالحجه مياشت ليدلو لپاره به د صوبائي روېت هلال كمېټۍ غونډه (نن) د جمعې په ورځ په اووم جون د اوقاف په كمېټي روم كښې كېږي چې پكښې به د روېت كمېټۍ صوبائي چارواكي ګډون كوي۔