د اقلیتی چارو پارلیمانی سیکرټري سنجے کمار سره د پاکستان پیپلز پارټي د هرنائي پلاوي ملاقات

کوئټه 06 جون (اے پي پي) د اقلیتی چارو پارلیمانی سیکرټري سنجے کمار وئيلي دي د پیپلز پارټي جيالو لپاره دروازې عمر له پرانستلې پرتي دي،وزیراعلی میرسرفراز بګټی او د ګوند د قیادت په سپارښتنه د کاركنانو مسئلې به په ترجیحی بنیادونو حل كولې شي۔دا خبره ده د پاکستان پیپلز پارټي د هرنائي صدر محمد یاسین ترین او جنرل سیکرټری شین ګل ترین په مشرۍ كښې د پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔د پارلیمانی چارو سیکرټري سنجے کمار ووئيل جیالے دې تسلی لري چې ټولې مسئلې به په ترجیحی بنیادونو حل كولې شي۔په دې موقع د پیپلز پارټي د هرنائي پلاوي سنجے کمار له د هرنائي دورې کولو او د هرنائي اقلیتی ورورولۍ د پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔پارلیماني سیکرټري سنجے کمار د هرنائی دورې بلنه قبلولو سره ووئيل د هرنائي پشمول د صوبې د نورو سيمو د اقلیتی ورورولۍ مسئلو حل کولو له به هر ممكن ګامونه پورته كولې شي۔