سيشن كورټ٬ مېرمن سره د جنسي تېري نه پس د هغې قاتل ته دوه ځله د مرګ سزا او د 6 لكه روپو جرمانې سزا واورولې شوه

لاهور 04 جون (اے پي پي) د لاهور سيشن كورټ مېرمن سره د جنسي تېري نه وروستو د هغې قاتل مجرم ته دوه ځله د مرګ سزا او د 6 لكه روپو جرمانې سزا اورولې ده۔ اېډيشنل سېشن جج عبدالغفور دا پرېكړه اورولې۔ د استغاثه له مخې مجرم مېرمن سره جنسي تېرے كړے او بيا ئې قتل كړې او مړے ئې په ښځله كښې ښخ كرے ؤ۔ د يادونې وړ ده مجرم احمد شهزاد په ضد د لاهور په تهاڼه لياقت آباد كښې په كال 2020 كښې مقدمه درج شوې وه۔