ډيرہ مراد جمالي كښې يو كس ووژل شو

ډيرہ مراد جمالي 04 جون (اے پي پي) د بلوچستان په ډيرہ مراد جمالي سيمه كښې د زړې دښمنۍ په سبب د وسله والو د ډزو په نتيجه كښې يو كس ووژل شو۔ پوليس له مخې د ډيرہ مراد جمالي په لارۍ اډہ كښې د پخوانۍ دښمنۍ په ټس كښې يو كس ووژل شو۔ قاتلان تښتېدلي او مړے پوليس روغتون ته منتقل كړے ۔ دغسې پوليس مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي۔