په خيبر پښتونخوا كښې د پوليو كمپائن پيل كړے شو ٬ پولیو ایمرجنسی آپریشن سنټر

پېښور ۔ 03 جون (اے پی پی) د پېښور په شمول د خېبر پښتونخوا په 9 ضلعو او 14 جزوي ضلعو كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پېل شوے دے۔ د پولیو اېمرجنسی اپرېشن سنټر چارواكو له مخې د 5 ورځني كمپائن په مهال به په 9 بشپړ ضلعو پېښور ، خېبر، کوهاټ، سوات، صوابی، لوئر دیر، بنوں، لکی مروت او ډېرہ اسماعیل خان كښې 35 لکه څخه زياتو ماشومانو ته پوليو څخه د ساتلو قطرې وركولې شي۔ دغسې په باجوړ ، بونیر، چارسدہ، چترال اپر، چترال لوئر، دیر اپر، هنګو، هری پور، مانسهرہ، مالاکنډ، مردان، نوښار، کرم او مهمند ضلع كښې د كډوالو كېمپونو او په پاك افغان پوله مخصوص يونين كونسلونو كښې به په مجموعي توګه 2 لکه 72 زره څخه زياتو ماشومانو ته پوليو څخه د ساتلو قطرې وركولې شي۔ د پوليو اېمرجنسي آپرېشن سنټر چارواكو له مخې د دې كمپائن كامياب جوړولو له ټول انتظامات بشپړ كړې شوي دي او دې لپاره تربيه كړې شوې د پوليو وركرز 18 زره 319 ډلې تشكيل كړې شوي دي په كومو كښې چې 11زره 229 موبائل ډلې ٬ 5 زره 361 نګران، 865 فکسډ ډلې ، 864 ټرانزټ ډلې او 84 رومنګ ډلې شامل دي۔ ده زياته كړه چې د دې ډلو فعاله نګرانۍ له 3,675 ایریا انچارجز تعينات كړې شوي دي۔ دغسې د دې ډلو فعاله امنيت باوري كولو له نزدې 26,000 پولیس اهلكار په ځايې كړې شوي دي۔ د روغتيا وزير په دې موقعه يو ماشوم ته د پوليو قطرې وركولو سره د پوليو مخنيوي مهم په باضابطه توګه پرانسته وكړه۔ د دې كمپائن په مهال به د صوبې په مخصوص ضلعو كښې تر 5 كلونو عمر 35 لکه 60 زره څخه زياتو كوچنيانو ته پوليو څخه د بچ كولو قطرې وركولې شي۔ دا كمپائن به د جون تر 7 مې نېټې دوام لري۔ په كال 2023 كښې د پوليو كېسونو شمېره څلور وه او د روان كال په مهال كوم كېس رپورټ شوے نه دے۔