کوئټه۔ 03 جون (اے پی پی)د اېمرجنسی آپرېشن سېنټر بلوچستان کوارډینېټر سید زاهد شاہ وئيلي دي چې د بلوچستان په 14 ضلعو كښې د پوليو مخنيوي كمپائن د ګل په ورځ د جون 3 مې نېټې څخه پېل كيږي٬ مور پلار دې په دې كمپائن كښې پوليو ډلې سره مرسته باوري كړي۔ سید زاهد شاہ ووئيل چې د هيټ ويو دلاسه په 6 ضلعو كښې كمپائن 8 جون څخه د پېل كولو پرېكړه شوې ده۔ د كمپائن په مهال به په 20 ضلعو كښې په مجموعي توګه 18 لکه 84 زره څخه زياتو ماشومانو ته پوليو څخه د ساتلو قطرې وركولې شي۔ د پوليو په كمپائن كښې به نزدې 7 زره 636 ډلې برخه اخلي په كومو كښې چې 5 زره 933 موبائل ډلې ،519 فکسډسائټ او 429 ټرانزټ پوائنټس شامل دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پوليو كمپائن په مهال ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د پوليو مخنيوي مهم د جون 3 مې نېټې څخه د بلوچستان په کوئټه ، پشین، قلعه ، چمن، حب، چاغی، دکی، لسبیله، خضدار، ژوب، نوشکی، قلعه سیف اللہ، لورالائی او مستونګ كښې پېل كولې شي او د سختې ګرمۍ او هيټ ويو د پېشګويۍ له امله په نصیرآباد، سبی، جعفرآباد، اوسته محمد، ډېرہ بګټي او صحبت پور كښې كمپائن 8 جون څخه پېل كيږي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په بلوچستان كښې درې كاله پس د پوليو 3 كېسونه په چمن ، ډېرہ بګټي او قلعه كښې رپورټ شوي دي۔