د خيبر پښتونخوا حكومت خصوصي پرواز د لارې كرغزستان څخه د زده كوؤنكو په شمول 287 وګړي پيښور ايئرپورټ ته راورسيدل

پېښور 03 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حكومت خصوصي پرواز د لارې كرغزستان څخه د زده كوؤنكو په شمول287 وګړي پيښور ايئرپورټ ته رارسېدلي دي۔ د سركاري چارواكو له مخې د صوبائی حکومت د 5م او وروستي پرواز د لارې د زده كوؤنكو په شمول 287 كسان پېښور ته راورسېدل۔ وزيراعلی سردار علي امين ګڼداپور په پېښور ايئرپورټ زده كوؤنكو ته هركلے ووے۔ په دې موقعه د صوبائي كابينې او د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړي هم موجود وو۔ د خېبر پښتونخوا حكومت د 5 خصوصي پروازونو د لارې د زده كوؤنكو په شمول نزدې 1500 كسان هېواد ته بېرته راغلي دي۔ په دې خصوصي پروازونو 14 کروړه څخه زياتې روپۍ مصرف شوي دي۔ په دې زده كوؤنكو كښې د خېبر پښتونخوا سره سره د پنجاب، سندھ او آزاد کشمیر زده كوؤنكي هم شامل دي۔ د صوبائي حكومت لخوا د زده كوؤنكو خپلو خپلو سيمو ته رسولو لپاره د ټرانسپورټ خصوصي انتظام هم وكړے شو۔