د ګرمۍ موسم رخصتو ختميدو نه سمدستي پس به د خېبر پښتونخوا تعلیمی ادارو كښې د زدكونكو ډوپ ټیسټ کولې شي، د پېښور کمشنر

پېښور 02 جون (اے پي پي) د پېښور ډويژن کمشنر ریاض خان محسود په مشرۍ كښې تعلیمی ادارو كښې د منشیات ختمولو لپاره د ګرمۍ د رخصتو نه پس به سمدستي د خېبر پښتونخوا په تعلیمی ادارو كښې د زدكونكو ډوپ ټیسټ کولې شي۔دا خبره د پېښور ډويژن کمشنر دفتر څخه جاري شوې بيان كښې شوې ده۔ بیان له مخې منشیات كښې اخته زدكونكو مور او پلار خبرولو سره به زدكونكې د بحالۍ مرکزونو ته رسولې شي او د منشیات مخنيوي له به هم كوټلې اقدامات كولې شي۔