
پېښور 01 جون (اے پي پي) د قبائلی جرګې مشرانو تيره ورځ د ملی رهبر او قامی وطن ګژند مركزی چیئرمېن آفتاب احمد خان شیرپاؤ سره وطن كور پېښور كښې ملاقات كړې دې۔ د ګوند د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال ضم شوې ضلعو وګړو ته پېښو مسئلو او ستونزو په اړه خبرې اتري شوي۔ قبائلی مشرانو د بے كوره شوې كسانو زر تر زره معاوضه وركولو غوښتنه وكړه۔د قامی وطن ګژند مركزی چئیرمېن آفتاب خان شیرپاؤ قبائلی مشرانو له د بشپړه مرستې باور وركړو۔په دې موقع د قامی وطن ګژند صوبائی چئیرمېن سكندر شیرپاؤ و د ګوند نور لارښود هم موجود وو۔