
کېنټکي 10جون (اے پي پي) امریکا كښې د پاکستان سفیر جلیل عباس جېلاني د نوموړي باكسر محمد علي د جنازې په لمونځ كښې ګډون كړے دے ٬ د وزیر اعظم محمد نواز شریف لخوا ئې ورته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ده د محمد علی بخښنې او لوړو درجو او د كورنۍ زغم توفيق لپاره دعا هم وكړه۔ د پاکستان سفیر د محمد علي په قبر د ګلونو څادر وغوړولو ۔ دې څخه وروستو ده د محمد علي كورنۍ سره ملاقات وكړو او ھغوي سره ئې د پاكستان حكومت او اولس لخوا په دې سخت وخت كښې د يوالي څرګندونه وكړه۔په دې موقع محمد علي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره سفير ووئيل ارواښاد يو نوموړې باكسر او عظيم شخصيت وو