صوابۍ، په سټيفا نهر كښې زلمې ډوب شو

پېښور 30 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع كښې په سټيفا نهر كښې يو زلمې د لامبلو په مهال ډوب شوے۔د رېسكيو 1122 له مخې په پلو ډهنډ سيمه كښې يو 17 كلن زلمې په سټيفا نهر كښې ډوب شوے٬ د رېسكيو لامبوزنو د زلمي مړې د نهر نه رېسكيو كولو سره روغتون ته منتقل كړو۔ د روغتون انتظاميه د زلمي د مرګ تصديق كولو سره مړې خپلې كورنۍ ته وسپارلو۔