کوئټه 30 مئی (اے پي پي)د خزانې او معدنیات صوبائی وزیر میر شعیب نوشیروانی کلغلی واشك كښې په ترافيكي پېښه كښې په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ صوبائی وزیر په پېښه كښې د مړو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او د هغوي د زغم لپاره ئې دعا وكړه۔ده ووئيل د دې ډول پېښو څخه بچ كيدو لپاره به كوټلې ګامونه پورته كولې شي،ده ووئيل كه چرې مونږ د ټرفېك قوانینو خيال وساتلو نو دې ډول پېښو څخه بچ كېدو كښې به مرسته وشي۔ ده پېښه كښې په حق رسېدليو له د بخښنې او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړه۔