پېښور 29 مئي (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د بېلا بېلو سركاري څانګو پحقله د 16 اربه 38 كروړه 80 لكه 93 زره روپو اووه مطالبات زر منظور كړې٬ كوم چې صوبائي وزير خزانه آفتاب عالم٬ د مال وزير او د اېكسائز وزير ايوان ته وړاندې كړې٬ په دې مطالبات زر كښې د صوبائي اسمبلۍ پحقله 44 كروړه 25 لكه 60 زره ٬ د نظم و نسق عمومي څانګې پحقله د 7 اربه 41 كروړه 30 لكه 77 زره٬ د خزانې څانګې پحقله د درې اربه 78 كروړه 49 لكه 66 زره٬ د منصوبه بندۍ او پرمختګ٬ شمارات څانګې په لړ كښې د يو ارب 19 كروړه 38 لكه 31 زره٬ د آئي ټي پحقله د يو اب 65 كروړه 49 لكه 38 زره ٬ د مال ګزاري و املاك په اړه دوه اربه 25 كروړه 66 لكه 30 زره او د آبکاری او محاصل څانګې پحقله د يو ارب 67 كروړه 30 لكه 58 زره روپۍ شامل دي٬ د اړوند وزيرانو په خواست د اپوزيشن غړو خپل د كټوتۍ تحريكونه بېرته واخستل او د دې نه وروسته سپيكر ذكر شوې مطالبات زر ايوان ته وړاندې كړل او ايوان د دې منظوري وركړه