
پېښور 29 مئی (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي چې د صوبې حقونو لپاره د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو سره ملاقاتونه كوم٬ د سياسي ګوندونو په مشاورت د صوبائي حقونو قومي مقدمه وفاق ته وړاندې كول غواړم۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خېبرپښتونخوا جماعت اسلامي المركز الاسلامي دورې په موقع وكړه۔ په دې موقع ده د خېبرپښتونخوا جماعت اسلامي امير پروفيسر محمد ابراهيم خان سره ملاقات وكړو٬ په ملاقات كښې د صوبې د سياسي وضعې پشمول په بېلو چارو خبرې اترې وشوې۔ په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا جماعت اسلامي سېكرټري جنرل عبدالواسع٬نائب امرا صابر حسېن اعوان٬عنايت الله خان او نور صوبائي ذمه داران موجود وو۔د المركز اسلامي دورې په مهال ګورنر سره د صوبائي اسمبلۍ غړي احمد كريم كنډي٬احسان الله خان ميا خيل او ارباب زرك موجود وو۔په ملاقات كښې صوبه مالي بحران څخه ويستلو لپاره وفاق سره په صوبائي حقونو خبرې كولو لپاره په ګډه د سفارشات په تيارولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل چې د اوبو٬برېښنا او ګاز پشمول نورو څانګو كښې وفاق څخه اخستلو لپاره د سياسي ګوندونو مشاورت سره په اړوند فورمونو د غږ پورته كولو په حق كښې يم