د شهيد پوليس اے ايس آئي جنازې لمونځ په پوليس لائن كښې ادا كړے شو

پېښور 28 مئي (اے پي پي) د پېښور اچيني نهر سيمې ته نزدې د نامعلومه شرخوښو په ډزو د شهيد شوي اسټنټ سب انسپكټر اكبر د جنازې مونځ ملك سعد شهيد پوليس لائن پېښور كښې سركاري اعزاز سره ادا كړے شو۔ د جنازې په مونځ كښې د خېبرپښتونخوا پوليس انسپكټر جنرل اختر حيات خان ګنډا پور٬سي سي پي او سيد اشفاق انور٬آپرېشنز اېس اېس پي كاشف ذوالفقار٬كوارډينېشن اېس اېس پي محمد وقاص خان٬انوسټي ګېشن اېس پي او سجاد احمد صاحبزاده او ج اېس ډي پي اوز پشمول د شهيد خپلوانو ٬ پوليس افسرانو او اهلكارو ګډون وكړو۔ په دې موقع د پوليس افسرانو د شهيد په تابوت د ګلونو څادر خپور كړو او د پوليس چمتو ډلې سلامي وړاندې كړه۔ د خېبر پښتونخوا آئي جي د شهيد كورنۍ سره غمرازي وكړه او د شهيد لوړو درجو لپاره يۍ دعا هم وكړه