ډيره مراد جمالي، خان کوټ سيمه كښې د يوې كورنۍ د دوه ډلو ترمينځه د ډزو پيښه ٬ درې كسان مړه٬ دوه ژوبل

ډيره مراد جمالي 29 مئي (اے پي پي) د نصيرآباد په خان كوټ سيمه كښې د عمراني كورنۍ د دوه ډلو ترمېنځه د پخوانۍ دښمنۍ په سبب د ډزو په نتيجه كښې درې كسان مړه او دوه ژوبل شوي۔ د ځائي پوليسو له مخې خان كوټ كښې د عمراني صوبھاني كورنۍ د دوه ډلو ترمېنځه د پخوانۍ دښمنۍ په سبب په يو بل د ډزو په نتيجه كښې درې كسان مړه او دوه ژوبل شوي٬ مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوې دي٬ پوليس مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي۔