عوامي نيشنل پارټۍ په واشك بلوچستان كښې په ټرافيكي پيښه كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

پېښور 29 مئي (اے پي پي) عوامي نېشنل پارټۍ په واشك بلوچستان كښې په ټرافيكي پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي وياند انجينئر احسان الله خان د غمرازۍ پېغام كښې په پېښه كښې د مېرمنو او كوچنيانو پشمول د 28 كسانو په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل چې اے اېن پي د غم په دې ګهړۍ كښې غمژنو كورنيو سره برابر شريك ده۔