کوئټه۔ 29 مئی (اے پی پی)د بلوچستان داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو تربت څخه كوئته ته تلونكي مسافر بس ته په رامخې ته شوې پيښه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل چې دا پېښه ډېره د افسوس وړ ده۔ زمونږ دعاګانې غمجنيو كورنيو سره دي ۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې په حق رسېدليو له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنيو كورنيو له د زغم توفيق وركړي