په مردان كښې د پخوانۍ دښمنۍ په نتيجه كښې په يو بل د ډزو په مهال يو تن مړ٬ د اے اېس آئي پشمول درې كسان ژوبل

پیښور 28 مئي (اے پي پي)د مردان په غازي بابا چوك كښې د پخوانۍ دښمنۍ په نتيجه كښې په يو بل د ډزو په مهال يو تن مړ او د اے اېس آئي پشمول درې كسان ژوبل شوې دي۔پوليس له مخې تورنو ارشد حسېن او محمد حسېن په ګاډي ډزې كړي چې په نتيجه كښې ئې وقاص په ټكي مړ او اے اېس آئي يحيی كليم٬عباس او شاكر نومې لاروي ژوبل شوې دي۔د پوليس له مخې په اېف آئي آر كښې د ډزو دا پیښه پخوانۍ دښمنې ګرځولې۔د يادونې وړ ده چې تورن د پېښې نه پس پښو وېستلو كښې بريالې شوې۔پوليس د پېښې په اړه نورې پلټنې پېل كړي۔