پېښور 28 مئی (اے پي پي) صوبائی سرښار پېښور كښې د نهې په ورځ ملی جوش او جذبې سره د تکبیر ورځ لاريونونه شوي۔لاريونونو كښې سرکاری چارواكو ، سوداګرو او بيل مکتبه فکر سره تعلق لرونكو كسانو ګډون كړې۔ګډون كونكو د تکبیر ورځ په اړه بینرز پورته كړې ؤ۔په دې موقع د لاريونونو ګډون كونكو ووئيل په 28مئی پاکستان د نړۍ 7م او اسلامي نړۍ وړومبې اتومي هېواد جوړ شوې ؤ،دا ورځ زمونږ د هېواد په تاريخ كښې مهمه ورځ ده ځكه چې په دې ورځ پاكستان يو محفوظ او سوكاله هېواد جوړ شوې ،ګډون كونكو ووئيل نن څوك هم پاكستان ته غلطه سترګه نه شي كتلے ، مونږ په نړۍ كښې په پورته سر ګرځو،مونږ له به د هېواد سلامتيا ، بقا، تحفظ او پرمختګ او سوكالۍ لپاره يو كيدل وي او خپلو كښې به اتحاد او اتفاق پيدا كول وي۔