ډيره اسماعيل خان٬ په كور كښې د اور لګيدو پيښه ٬ 2 ماشومان مړه ٬ 4 كسان ژوبل

پېښور ۔ 27 مئی (اے پی پی) د ډېرہ اسماعیل خان د امامیه ګېټ په يو كور كښې د نامعلومه سبب له امله د لګېدلي اور په نتيجه كښې 2 ماشومان مړه او 4 نور كسان سوځېدو سره سخت ټپيان شول۔ د رېسکیو 1122 ډېرہ اسماعیل خان طبي او فائر فائټنګ ډله اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي د پېښې ځايې ته ورسېده ٬ ژوبل شوي او مړي يۍ نزدې روغتون ته منتقل كړل او د مرستې كارروائي كولو سره يۍ په اور قابو وموندلو۔