
پېښور 26 مئی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سردارعلی امین ګنډاپور د پېښور په حسن خیل سيمه كښې د ترهه ګرو په ضد د عملياتو په مهال د امنيتي ځواكونود آفیسر کیپټن حسنین او حوالدارشفیق اللہ په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا اوكړه۔د غمرازۍ په خپل پیغام كښې وزیراعلی د شهيدانو د كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل امنيتي ځواكونو په بهادرۍ سره د ترهه ګرو مقابله كولو سره شهيدان شوې ، مونږ د هغوي د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو ، وزیراعلی وئويل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو ځانګرې قربانۍ وركړې دي كومو ته چې مونږ سلام كوو، د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دې۔