
اسلام آباد 25 مئی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کرېم کنډی وئيلي د ګورنر هاؤس دروازے د كے پي وزیر اعلی پشمول ټولو لپاره پرانستلې دي ، خېبر پښتونخوا كښې معاشی او امن وامان استحکام لپاره به د پل کردار ترسره كوم ، د كے پي وزیر اعلی كه ګورنر هاؤس ته نه راځي نو د کے پی ښېګړې لپاره به زه پخپله د هغه خوا له لاړ شم،ده د نوموړي کاروباری او سماجی شخصیت سید کوثر عباس او سید عدنان حیدر د اړخه د هغه په كور كښې عشائیې ته وينا كوله۔ عشائیه كښې د پينډۍ پخوانې ضلع ناظم راجه جاوید اخلاص ، د پيندۍ چیمبر آف کامراس صدر ثاقب رفیق ، ګروپ لیډرسهیل الطاف، سینټره بشری بټ ، سینټر هدایت الله خان ، اېم پی اے ملك افتخار احمد ٬ اېم پی اے راجه حنیف ایډووکیټ ، د جاپان ایمبیسی فرسټ سیکرټری میزو سوا ماکی، د برټش هائی کمېشن سیکنډ سیکرټری کوثر خانزادی ، معروف کاروباری شخصیت بریر نذیر او نورو هم ګډون كولو۔په دې موقع د عشائیے کوربه سید کو ثر عباس وئويل د خېبر پښتوخوا ګورنر فیصل کرېم کنډی ټول سياسي ګوندونو يو كولو او د وفاق په ښه نمائندګی کولو هغه ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔