د مالي كال 25-2024 په مهال به صوبائي واكمن د احساس روزګار پروګرام له مخې يو لك كسانو له روزګار وركوي

پېښور 24 مئي (اے پي پي) د مالي كال 25-2024 په مهال به صوبائي واكمن د احساس روزګار پروګرام له مخې يو لك كسانو له روزګار وركوي او د دې نه علاوه به پنځه زره كورونه جوړوي٬ احساس روزګار پروګرام٬ احساس نوجوان پروګرام او احساس هنر پروګرام لپاره 12 اربه روپۍ مختص كړې شوې دي٬ د بجټ دستاوېز له مخې سي آر بي سي لفټ کنال پروژې د لارې به درې لكه اېكړه زمكه اوبه كولې شي چې ورسره به په صوبه كښې د فوډ سكيورټي مسئله شي دې منصوبې لپاره لس اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي٬ د ټانك زام پشمول يو شمېر بندونو لوے منصوبې پېل كړې سوې دي چې ورسره به د څښلو د اوبو مسئلې سره سره د زرعي پرمختګ نه علاوه د فوډ سېكورټي او روزګار مسئلې حل شي٬ د بجټ دستاويز له مخې د لوړو زده كړو څانګه كښې 30 ډګري كالجز د كرايه ودانيو كښې د جوړولو منصوبه ده چې پكښې سنټر آف ايکسلينس فار سائنس، ټيکنالوجي، انجيئنرنګ، آرټس اينډ ميتھميټکس منصوبې د ذكر وكړ دي٬ دتعليم په څانګه كښې نوې سكولونو لپاره وخت بچ كولو نه وړاندې د كرايه په ودانيو كښې به 350 نه زيات سكولونه پېل كولې شي دغسې د پرمختيائي بجټ له مخئ ائر ايمبولينس سروس پېل كړې شوې سوئيلي ضلعو لپاره د پېښور انسټيټيوټ آف کارډيالوجي سټيلائټ مرکز به جوړولې شي د نجي څانګې شراكت سره ميډيكل او ډېنټل كالجز جوړول هم په پرمختيائي منصوبو كښې شامل دي٬ په بجټ كښې داروګان اخستو لپاره 10.97 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي٬ مالي كال لپاره د صحت كارډ پلس مجموعي بجټ 28 اربه روپۍ بندوبستي او ضم شوې ضلعو لپاره 9 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي٬ ضم شوې ضلعو لپاره د شلټر بجټ د 30 كروړه نه زياتولو سره 60 كروړه كړې شوې دې ٬ بي آرټي لپاره درې اربه سبسډي مختص كړې شوې ده٬ سړكونو جوړولو او مرمت لپاره د 6.50 اربه رونو نه زيات رقم بېل كړې شوې دي٬ غنم اخستو لپاره 26.90 اربه روپئ مختص كړې شوې دي٬ په بيړني حالت كښې د مرستې كاروائيو لپاره 2.50 اربه روپۍ٬ د برېښنا پېداروار زياتولو لپاره خېبرپښتونخوا ډسټري بيوشن كمپني جوړولو سره سره په مانسهره كښې بټه كنډي٬ ناران هائيډرو پاور پراجيکټ هم پېل كړې شوې دي كومو څخه چې به 235 مېګاٶاټ برېښنا پېدا كېږي٬ د ګرين خېبرپښتونخوا پاليسي له مخې بازارونو٬ جوماتونو د صحت مركزونو، سکولز، ټيوب ويلز يونيورسټيز، کالجز، ډبليو اېس اېس سيز او سټريټ لائټ د لمر په توان منتقل كولې شي دې اقداماتو سره به د توان خرڅونو كښې بچت وشي٬ د لائيوسټاك څانګې پېداوار زياتولو لپاره د مصنوعي افزائش نسل منصوبه شامل ده چې ورسره به د شوېدے او غوښې پېداروار زيات شي، د ځنګلاتو څانګه كښې د ګرين خېبرپښتونخوا بلين ټرين منصوبه پېل كوٶ او د نېشنل پارك حد بندي او د ځنګلي حيات تحفظ منصوبې هم شاملې دي۔ د خزانې وزير آفتاب عالم پخپل بجټ تقرير كښې ووئيل چې صوبائي حکومت په بېلا بېلو څانګو كښې د نجي و سركاري شراكتدارۍ د لارې بېلا بېلې منصوبې پېل كوي