د خېبرپښتونخوا حکومت فنانس بل د ګل تر ورځې وځنډولو

پېښور 24 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حکومت د فنانس بل تر ګل ورځې ځنډولے۔ د جمعې په ورځ د صوبائي اسمبلۍ غونډه كښې د مالي كال 25-2024 بجټ وړاندې كولو نه وروستو بابر سليم سواتي ايوان ته ووئيل فنانس بل تر ګل ورځې ځنډولے شوے۔ د خزانې وزير لخوا د ضمني بجټ وړاندې كولو نه وروستو سپيكر غونډه د ګل ورځې تر سهار وځنډوله۔