پېښور 24 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د مالي كال 24-2023 لپاره د دوه اربه 90 كروړه روپو ضمني بجټ وړاندې كړے شوے۔ د جمعې په ورځ د اسمبلۍ غونډه كښې د خزانې وزير آفتاب عالم ضمني بجټ وړاندې كولو سره ايوان ته ووئيل د مالي كال 24-2023 بجټ وړاندې كولو په وخت د روانو خرڅونو اندازه 10 كهرب 59 ارب 58 لكه 88 زره روپۍ لګولې شوېوه ٬ په نظر ثاني شوې اندازه كښې دا دولس كهربه 62 ارب 27 كروړه 58 لكه 88 زره ته رسېدلې ٬ دغسې مجموعي نظر ثاني شوې اندازه٬ د جاريه ميزانيه د اندازې څخه دوه اربه 90 كروړه زياته ده چې پكښې د قرضو د مارك اپ په مد كښې دوه اربه او وفاقي حكومت ته د بهرنو قرضو د اصل زر په وروكولو كښې 90 كروړه روپۍ جوړېږي د كومې منظوري چې د اسمبلۍ نه اغستل ضروري ده ۔ ده ووئيل دا اضافي روپۍ د بهرنو قرضو په وركولو او د مارك اپ ادا كولو په مد كښې وركړې شوي كومې چې د صوبائي حكومت په اختيار كښې نه دي چې په سبب ئې مونږ ضمني بجټ وړاندې كوو