د خېبرپښتونخوا تعليمي ادارو كښې د ګرمۍ رخصتۍ اعلان كړې شوې

پیښور 24 مئی (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا تعليمي ادارو كښې د ګرمۍ موسم رخصتۍ اعلان كړې شوې ۔د خېبرپښتونخوا ابتدائي او ثانوي تعليم محكمې سېكرټري جاري شوې اعلاميې له مخې سمرزون كښې پرائمري سكولز كښې د يكم جون څخه تر 31 اګست او مډل/هائي/هائر سيكنډري سكولز به د 15 جون څخه تر 31 اګست بند وي۔د اعلاميې له مخې ونټر زون كښې په ټولو سكولونو كښې به د يكم جولائي نه 31 جولائي د ګرمۍ موسم رخصتي وي