پیښور 24 مئی (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټي (اے اېن پي)خېبرپښتونخوا پلاوي د صوبائي صدر ميا افتخار حسېن په مشرۍ كښې تېره ورځ د ايران قونصليټ پیښور دوره وكړه۔د اے اېن پي پلاوي د ډپټي كونسل جنرل حسېن ماليكي سره ملاقات وكړو۔په پلاوي كښې صوبائي سينئر نائب صدر سيد عاقل شاه٬جنرل سېكرټري حسېن شاه خان يوسفزئۍ ٬صوبائي نائب صدر شاهي خان شيراني او وياند ارسلان خان ناظم شامل وو۔پلاوي د چورلكې په پېښه كښې د ايراني صدر سيد ابراهيم رئيسي او نورو حكومتي اهلكارو په شهادت ډپټي كونسل جنرل حسېن ماليكي سره غمرازي ښكاره كره۔د اېن اېن پي پلاوي په پېښه د ايران حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه