كوئټه 24 مئی (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي په يوه ورځنۍ دوره زيارت ته رسېدلے ۔د وزيراعلٰی سېكرټرېټ لخوا جاري اعلاميې له مخې د بلوچستان وزيراعلٰی زيارت ته په رسېدو د سي ډويژن كمشنر بشير احمد سنګلزئي٬ډي آئي جي پروېز احمد عمراني او اعلٰی چارواكو هركلے وكړو۔د بلوچستان وزيراعلٰی به د زيارت ډوېلپمنټ اتهارټي ګورننګ باډۍ غونډې مشري كوي۔په دې موقع به د بلوچستان وزيراعلٰی ته د زيارت پرمختيائي پروژو په اړه بريفنګ وركولې شي د زيارت دورې په موقع به د وزيراعلٰی اولسي جرګه كښې ځايې مشرانو او اولس سره ملاقات هم كوي