سي پېك كښې د زراعت منصوبې د خېبر پښتونخوا پرمختګ لپاره ډېرې ګټورې دي۔ د علي امين ګنډا پور په جے سي سي كښې خاص پېغام

اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور وئيلي دي د پاكستان او چين خپلولي ډېره قوي ده٬ چين د پاكستان په پرمختګ كښې تاريخي كردار لوبولے، سي پېك كښې د زراعت منصوبې د خېبر پښتونخوا پرمختګ لپاره ډېرې ګټورې دي ۔ د جمعې په ورځ د جے سي سي په غونډه كښې خپل خاص پېغام كښې ده ووئيل زه باور دركوم چې په خېبرپښتونخوا كښې ټولې منصوبې به بشپړوٶ۔ ده ووئيل پېښور ډي آئي خان موټروے څخه به 11 ضلعې مستفيد شي، صوبې ته به ارزانه برېښنا وركړې شي، مونږ به د چين خواري كښو تحفظ لپاره سكيورټي يونټ جوړوٶ۔ وزيراعلې علي امين ګنډا پور ووئيل زه د چين حكومت او په پاكستان كښې د كار كوٶنكو د چائنه كمپنو مننه كوم۔