بغداد 12 نومبر (اے پي پي) د عراقي فضائيه د چورلكې لوېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه شوي دي۔ د خبر له مخې د عراقي پوځ يو چارواكي لېفټېننټ حاكم الاسدي وئيلي دي چې د عراقي فضائيه يوه چورلكه د پايه تخت بغداد څخه 180 كلوميټره لرې په واسط سيمه كښې د لوېدو په مهال تباه شوې او په نتيجه كښې ئې 2 پائيلوټان او 5 عسكر مړه شوي دي۔ ده ووئيل چې پېښې سبب نه دې معلوم شوے خو پلټنې پېل كړې شوې دي۔