كوئټه 24 مئی (اے پي پي) كرغزستان كښې پاتي 171 زدكوونكې په حفاظت سره هېواد ته رارسيدلي ،د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټی د كوئټه په هوائي ميدان د زدكوونكو هركلے وكړو۔ده د كوئټه په هوائي ميدان میډیا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل دعا كوو چې كرغزستان كښې زر حالات ښه شي او زدكوونكې خپلې لوستي رواني اوساتي۔ده ووئيل كرغزستان څخه خصوصي الوتكې د لارې 171 زدكوونكې هېواد ته رارسيدلې٬ په دوي كښې د 95 زدكوونكو تعلق د بلوچستان څخه دے دغسې پاتې د نورو صوبو ديي او زمونږ ميلمانه دي كو به چې ډير زر خپلو سيمو ته ولېږلې شي۔په دې موقع د زدكوونكو مور او پلار د خپلو بچو هركلي لپاره موجود وو۔هغوي د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټی دا اقدام وستائلو او د بلوچستان حكومت مننه ئې وكړه۔