هري پور 23 مئی (اے پي پي) د هري پور په خانپور روډ باندې ټرفېکې پیښه كښې يو كس په حق ورسېد او 6 ژوبل شول۔ په هري پور خانپور روډ باندې پنډ منیم سره نزدې هونډا ګاڑې او سوزوکي ټكر شول چې په نتیجه كښې ئې سوزوکي كښې ناست سړے په حق ورسېد او په موټر كښې ناست 3 كسان سخت ژوبل او دغسې 3 كسان لږ ژوبل شول۔ریسکیو 1122 هري پور د پیښې ځائے ته په رسېدو حق رسېدلے او ژوبل شوي د ابتدائي طبّي مرستې نه پس ټراما سینټر ته منتقل کړل ۔ په پیښه كښې ژوبل شوو كښې د منګ یونیورسټي يو طالب علم هم شامل دے