پېښور 23 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزير اعليٰ د لوبو او ځوانانو چارو لپاره سلاحكار سيد فخر جهان د زيارت په ورځ د وزيراعلي سردار علي امين ګنډا پور په امر په سلطان اذلان شاہ هاکي ټورنمنټ كښې په وړومبي ګول كولو زكريا حيات ته د لس لكه روپو چېك وركړو۔ د يادونې وړ ده زکريا حيات مردان سره تعلق لري او هغه په نړيوال ون يونټ كښې د اعلٰې كاركردګۍ څرګندونه كولو سره د هېواد او د صوبې نامه روښانه كړې۔ د قامي لوبې (هاكۍ) د لوبغاړي زکريا حيات ډاډګيرنې لپاره وزيراعلي د لس لكه روپو انعام اعلان كړے ٶ۔ په دې لړ كښې دستوره كښې د سپورټس سېكرتري مطيع اللہ هم موجود ٶ۔ په دې موقع لوبو او ځوانانو چارو لپاره د وزيراعليٰ سلاحكار قامي لوبغاړي له داد وركړو او د ده د كاركردګۍ ئې ستائنه وكړه