په سوريه كښې د روسيې په فضائي او مارټر بريدونو كښې 26 كسان مړه شوي دي

دمشق 12 نومبر (اے پي پي) په ختزه سوريه كښې د كډوالو په كېمپونو د روسيې په فضائي او مارټر بريدونو كښې د ماشومانو پشمول 26 كسان مړه شوي دي۔ د المانې مېډيا له مخې په سوريه كښې د بشري حقونو څارګرې ډلې سيرين آبزروېټري فار هيومن رائټس وئيلي دي چې په ختيزه سوريه كښې د كډوالو په دوه كېمپونو بريدونه شوي دي او پكښې د ماشومانو پشمول 26 عام وګړي وژل شوي دي۔