د وزارت سوګند په پورته كولو د لوئي څښتن شكر ادا كوم۔ مظهر سعید شاه

مظفر آباد 23 مئی (اے پي پي) د آزاد كشمیر وزیر پیر محمد مظهر سعید شاه وئيلي دي د وزارت په سوګند پورته كولو د لوئي څښتن مننه كوم۔ د سوګند پورته كولو نه پس خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزیراعظم آزاد كشمیر چوهدري انوارالحق چې په ما د كوم باور څرګندونه كړې د هغې پوره كولو به هر ممكن هڅې كوم۔ده ووئيل د خپلې سيمې د اولس مننه كوم ۔ خپل هېواد او قام لپاره به په زړه پورې كار كوم۔ده ووئيل حكومت د اولسې ښېګړې لپاره ټول وسائل كاروي۔