د زياتې ګرمۍ په وجه ریسكیو 1122 خېبر پښتونخوا ته د چمتو پاتي كېدو خبردارے جاري كړے شو

پېښور 23 مئی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سردار علي امین ګنډاپور په سپارښتنه ریسكیو 1122 خېبرپښتونخوا ته د اوسنۍ زياتې ګرمۍ له امله چمتو پاتي كېدو وئېلې شوي ۔ ډائریكټر جنرل ریسكیو 1122 ډاكټرمحمد آیاز وئيلي دي ریسكیو 1122 خېبر پښتونخوا كښې ټولي سټیشنې 24 ساعته پرانستې او كنټرول روم فعاله دے، ایمبولینسز كښې د هیټ سټروك مخنيوي لپاره داروګان او نور ضروري سامان د ساتلو سپارښتنه شوې ۔ده ووئيل اولس دې هم د غرمې په وخت غیر ضروری مزل څخه ډډه وكړي ، نرې جامې ، په سر څادر او د زياتو اوبو څښل دې باوري كړي او د كوم هم ایمرجنسی په صورت دې په 1122 كال وكړي